چین کې د افغان دولت سفیر د دغه هیواد د خارجه وزارت د اسیایي برخې مسؤل سره وکتل.
چین کې د افغان دولت سفیر د دغه هیواد د خارجه وزارت د اسیایي برخې مسؤل سره وکتل.
18 اکتوبر 2022
په چین کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست محی الدین سادات د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مرستیال چينګ سونګ سره وکتل. په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په رسمي تعامل او په لوړه کچه راشه درشې، د آمو دریا حوزې د نفتو په پروژې بحث وشو.
همدا راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د اتصال په نورو پروژو، چین ته د افغاني زعفرانو، وچو میوو او نورو اجناسو په واردولو او د چین په ګمرک کې په تسهیلاتو برابرولو، په بشري او انکشافي مرستو، د زراعت په برخه کې په همکارۍ، افغان محصلینو ته د سکالرشیپونو په ورکولو هم خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
د افغانستان او چین هوایي دهلیز له لارې یو ځل بیا د جلغوزیو صادرات پیل شول.
همدا راز چین وویل چې په مختلفو برخو کې به افغانانو ته لنډمهال روزنيز ورکشاپونو برابرولو کې اسانتیاوې رامنځته کړو او همدا راز په نورو دوه اړخیزو موضوعاتو باندې ګټورې خبرې وشوې.