نن ورځ د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت د عامه خدمتونو ښوونځي تدريسي چارې پيل شوې.

0
113

نن ورځ د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت د عامه خدمتونو ښوونځي تدريسي چارې پيل شوې.

20 نومبر 2022

د ملي دفاع وزارت د ګډو جګړه ییزو زده کړو ښوونیز مرکز د عامه خدمتونو ښوونځي نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د قول اردوګانو او قطعاتو د ویاندویانو لپاره د درې میاشتني کورس په پیل کولو سره خپلې تدریسي چارې په رسمي توګه پیل کړې.

 

دغه مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله ” مجاهد ” د ملي دفاع وزارت وياند مولوي عنايت الله “خوارزمي” د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم “حذيفه “ د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقيوم “الياس”، ګڼو مسؤلينو او مجاهدينو ګډون کړی وو.

 

د افغانستان اسلامي امارت وياند او مسؤلينو د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو د عامه چارو آمرينو ته د خپلو راتلونکو مسؤلیتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره وکتل.

په پای کې د قطعاتو د عامه چارو آمرينو هم د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چي دوی ته يې د دغه ډول مسلکي کورسونو زمينه برابره کړې ده.

Leave a reply