پکتیا او پکتیکا امنیه قومندانیو له لورې یادو ولایتونو پولیسو ته د یونیفورم د ویش لړۍ پیل شوه.

0
97

پکتیا او پکتیکا امنیه قومندانیو له لورې یادو ولایتونو پولیسو ته د یونیفورم د ویش لړۍ پیل شوه.

20 نومبر 2022

د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو ته د یونیفورم د ویشپه دوام دا ځل د پکتیا او پکتیکا د امنیه قومندانیو له لوري د یادو ولایتونو پولیسو ته نوی یونیفورم وویشل شو.

 

په همدې اړه په جلا جلا جوړو شوو غونډو کې یاد یونیفورم د نظام اصل وبلل شو همداراز له پولیسو وغوښتل شول چې له یونیفورم دې ناسمه ګټه نه اخلي او له خلکو سره دې ښه رویه کوي.

همدا راز د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ په انګړ کې دیاد ځانګړي یونیفورم توزیع په اړه غونډه ترسره شوه.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ یونیفورم د توزیع لړۍ پیل شوه.

 

په یاده غونډه کې د پکتیا امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص، د یادې قومندانۍ اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق ابو سعید، تأمیناتي مرستیال مولوي محمد نعیم، د امنیت آمر قاري محمداسلم(کرامت)، د پکتیا امنیه قومندانۍ د تعلیم و تربیې مدیر مولوي رحمت ولي رحماني، د یادې قومندانۍ مختلفو مدیریتنو منسوبینو او پولیسو ګډون درلود.

Leave a reply