د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ یونیفورم د توزیع لړۍ پیل شوه.

0
207

د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ یونیفورم د توزیع لړۍ پیل شوه.

29 اکتوبر 2022

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکو نوی یونفورم چې د کورنیو چارو وزارت مقام له لوري انتخاب شوی و، نن رسمآ د عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله، د مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي محمدخان محمد او یو شمیر نورو منسوبینو پر وړاندې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د قرارګاه محافظتي قطعې قوماندانۍ ساتونکو ته ورکړل شو.

په دغو مراسمو کې د تصدۍ عملیاتي مرستیال ښاغلي عنایت الله “رشید” د نوي ټاکل شوي نظامي یونیفورم پر حفاظت او اهمیت خبرې وکړې او د خوښۍ مراتب یې څرګند کړل.

اړوند موضوعات

د ا.ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې د عامه ساتنې تصدي دې بېرته فعاله کړل شي

نوموړي زیاته کړه؛ د مشرانو له خوا د دغه ټاکل شوي لباس د وېش لړۍ به په ټول هیواد کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ اړوندو هغو قطعو او مفرزو مسلکي او روزل شوو محافظینو ته پیل شي چې له ملي شتمنیو، خصوصي سکټور پانګونو او نړیوالو انکشافي پروژو ساتنه کوي.

Leave a reply