قطر کې د فیفا فوټبال نړیوال جام سیالیو پرانیستې مراسمو ته د بیلابیلو هیوادونو مشران رسیدلي.

0
170

قطر کې د فیفا فوټبال نړیوال جام سیالیو پرانیستې مراسمو ته د بیلابیلو هیوادونو مشران رسیدلي.

20 نومبر 2022

قطر کې د ۲۰۲۲ فیفا فوټبال نړیوال جام سیالۍ ترسره کیږي، چې نن یې لومړۍ د پرانیستې مراسم او لوبه ترسره کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د روندا، د مصر ولسمشر او فلسطین ولسمشران د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په هدف دوحې ته رسېدلي.

هاخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ته ټلیفون کړی او د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د سیالیو د کوربتوب له کبله یې هغه ته مبارکي ویلې ده.

د پرانیستې مراسم د یکشنې په ورځ د قطر پر وخت مازدیګر پنځه بجې په البیات سټډیوم کې پیلیږي او تر هغې درې ساعته وروسته لومړۍ لوبه د کوربه هېواد او اېکوادور د لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.

اړوند موضوعات

قطر په فوټبال نړيوال جام کې د احتمالي پېښو د مخنيوي لپاره بې پيلوټه او ډرون الوتکې کاروي

 

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د لومړي ځل لپاره په يوه عربي هېواد قطر کی نن پیلیږې چې پکې د نړۍ د ۳۲ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي. په دې سیالیو کې برخه اخيستونکي ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو وېشل شوې دي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

Leave a reply