قطر په فوټبال نړيوال جام کې د احتمالي پېښو د مخنيوي لپاره بې پيلوټه او ډرون الوتکې کاروي
قطري چارواکو اعلان وکړ چې د فوټبال نړيوال جام د ښه ترسراوي په موخه د خپلو لوبغالو او سټډيومونو د امنيت لپاره بې پيلوټه او ډرون الوتکې کاروي.
تمه ده چې د فوټبال نړيوالې جام د روان زېږدي کال په نومبر او ډېسمبر مياشتو کې په قطر کې ترسره شي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون وايي چې د دغه لوبو لپاره هر اړخيز چمتووالی نيول شوی دی.
په ورته وخت کې قطري چارواکي هم د دې لوبو د کوربه توب په اړه له خپل اړخه ډاډ ورکوي او ويلي يې دي چې د ټکنالوژۍ له مخکښې کمپنۍ فورټم سره يې په دې اړه هوکړه لاسليک کړې ده.
دغه کمپنۍ به د خپلو بې پيلوټه او ډرون الوتکو په مرسته د لوبغاړو امنیت ټينګوي.
فورټم کمپنۍ ويلي د دوی سيستم چې په سيمه کې بله ډرون يا بې بيلوټه الوتکه وګوري، موجوده خطرونه سنجوي او له منځه يې وړي.
دغه سيستم له وسلو څخه رامنځته کېدونکي خطرونه هم کموي.
د راپورونو پر بنسټ، ياد سيستم په سيمه کې بېګانه ډرون يا بې پيلوټه الوتکې په نښه کوي، په خپل کنټرول کې يې راولي او له ټاکل شوي چاپېريال څخه يې بهر کوي.