بغلان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
92

بغلان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

ځايي مسؤلین وايي، تېره شپه ناوخته د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله د دوو ښځو او يوه ماشوم په ګډون اته تنه مړه شوي او ۳۹ نور ټپيان شوي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي ښودل شوې ده.

 

(2022 /  11 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي مسؤلین وايي، تېره شپه ناوخته د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله د دوو ښځو او يوه ماشوم په ګډون اته تنه مړه شوي او ۳۹ نور ټپيان شوي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي ښودل شوې ده.

د یادونې ده چې تېره شپه هم په یوه بله پېښه کې د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کې د یو ویډز او کرولا موټر د ټکر له امله درې کسه وژل شوي ؤ او اوۀ کسه نور ټپیان شوي وو.

دا پداسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې د هېواد له مختلفو ولایتونو د موټرو د ټکر د پېښو راپورونه ورکول کېږي.

اړوند موضوعات:

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

مسؤلین د پېښو د ډیروالي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د موټرو ځغلونه ښودلې ده.

 

Leave a reply