د پاکستان د طبي علومو انستیتیوت به له دې وروسته هر کال یو شمېر افغان ډاکټران د تخصص لپاره وغواړي.

0
96

د پاکستان د طبي علومو انستیتیوت به له دې وروسته هر کال یو شمېر افغان ډاکټران د تخصص لپاره وغواړي.

19 نومبر 2022

 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې دا ځل د پاکستان د طبي علومو له انستیتیوت څخه د لیدنې په ترڅ کې د دې انستیتیوت له مرستیال، پروفیسر ډاکټر رضوان تاج او د هغه له ټیم سره ولیدل.

دواړو لوریو پر دې بحث او خبرې وکړې، چې وروسته له دې افغان ډاکټران باید ۵ سلنه په دې انستیتیوت کې برخه ولري ( هر کال ۵ سلنه افغان ډاکټران باید د تخصص لپاره دې انستیتیوت) ته جذب شي او عاجل لومړیتوبونه په نښه شي، چې افغان ډاکټران په کومو برخو کې و رزول شي.

د یوبل خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکټر قلندر عباد او د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مومن په اسلام آباد کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانيې د سیمه ییز دفتر د پولیو د له منځه وړلو برخې له رییس حمید الجعفري او د بېل ګيټس بنسټ له استازي مایکل ګالوي سره وکتل.

هغوی په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په تړاو هر اړخیز بحث وکړ او د پولیو له منځه وړلو لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

اړوند موضوعات

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر او مل پلاوي د پاکستان د روغتیا وزیر سره په اسلام اباد کې وکتل.

هېره دې نه وي ، چې د عامې روغتیا وزارت وزارت سرپرست او مل پلاوي د دغه سفر په لړ کې د شفا نړیوال روغتون له مسوولینو سره په لیدنه کې د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې او افغان ډاکټرانو ته د تخصص په برخه کې د ځانګړو سيټونو د ورکولو او په راتلونکې کې په پلازمېنه کابل کې د یو Mini Shifa رغتون د جوړولو په تړاو خبرې اترې وکړې.

Leave a reply