د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر او مل پلاوي د پاکستان د روغتیا وزیر سره په اسلام اباد کې وکتل.

0
214

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر او مل پلاوي د پاکستان د روغتیا وزیر سره په اسلام اباد کې وکتل.

15 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوي، د پاکستان هيواد د عامې روغتيا وزیر عبدالقادر پټیل سره په اسلام اباد کې ليدنه تر سره کړه.

په یاده ليدنه کې د صحت په برخه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ په هر اړخیزې همکارۍ خبرې تر سره شوې، چې په اساس به يې د لا همکارۍ او همغږۍ ځينې لاندې کارونه تر سره شي.

 

۱- په لمړي ځل به په کابل کې د افغان ډاکټرانو د نړیوالو نورمونو سره برابر د تخصص دبرنامی لپاره
د College of Physicians & Surgeons Pakistan (CPSP) څانګه په کابل کې پرانیستل شي چې په توسط ۳به يې د MCPS او FCPS ټرنیننګ د هیواد دننه تر سره کیږي.

 

چې په دې اړه به په نژدې کې د دواړو وزارتو نو تر مینځ په رسمي توګه تفاهملیک لاسلیک شي.

 

۲: د پاکستان هيواد له خوا په افغانستان کې د دریو جوړو شویو روغتونونو په منظم ډول په فعالیدو هوکړه تر سره شوه.

۳: د روغتيايي کار کوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ

۴: د پولیو په له مینځه وړلو کې ددواړو هیوادونو لاس یو کول او همغږي زیاتول.

اړوند موضوعات

روغتیا وزارت: په دولتي روغتيايي سکتور کې لومړنۍ لېپراسکوپي څانګه استقلال روغتون کې افتتاح شوه.

هېره دې نه وي چې په دا وروستیو کې د عامې روغتيا وزارت د ګاونډيو هيوادونو تر څنګ سيمه ايزو هيوادونو سره د افغانستان د روغتيايي سيستم د پياوړي کولو لپاره په زياته اندازه هڅې پيل کړې دي.

Leave a reply