شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې د سرپرست په حیث نن رسما معرفي شو.

0
120

شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې د سرپرست په حیث نن رسما معرفي شو.

19 نومبر 2022

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د لوړو زده کړو وزارت مخکینی سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینې ملي ادارې د سرپرست په حیث څو اونۍ وړاندې وټاکل شو او نن د لوړ رتبه مشرانو په حضور کې رسما معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

 

یادې غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور وویل: اﺯموينو ملي اداره د تعليم سره تعلق لري او انسانيت ساﺯۍ لپاره کار کوي، او دا اداره ده چې وړ کسان مربوطه برخو ته معرفي کوي. دغه اداره هم په تعليمي برخه او هم د راتلونکي نظام پر جوړښت او پياوړتيا باندې ځانګړې اغیزې درلودلى شي.

 

یادې غونډې ته شیخ عبدالباقي حقاني پخپلو خبرو کې د یادې ادارې مخکیني مسؤل عبدالقدیر خموش وستایو او زیاته یې کړه چې نوموړي د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي.

نوموړي وویل: موږ هڅه کوو چې د ځوان نسل د ښې روﺯنې په موخه شته معيارونه نور هم پياوړي کړو او هڅه به مو همدا وي چې د ځوانانو حق ضايع نه شي.

حقاني زیاته کړه چې د تېرو څو لسیزو جګړو په بهير کې ﺯموږ د هېواد تعليمي ادارې ډېرې ﺯيانمنې شوې. د اﺯموينو ملي ادارې په ګډون ټولې تعليمي ادارې اوس دا مسووليت لري چې د افغانستان ځوان نسل داسې وروځي چې د تېرو جنګونو ابادۍ په پرمختګ بدلې کړي.

 

همدا راز دغې غونډې ته د همدې ادارې مخکیني مسؤل پوهاند عبدالقدير خموش وویل: په تېرو نهو کلو کې چې اﺯموينو ملي اداره کې وم يواﺯينۍ موخه مې دا وه چې دغه اداره د هر ډول فساد څخه وباسم چې په دې لاره کې نه خپلو او نه هم د نورو غوښتنو ته تسليم شوم او نن ورځ وياړم چې د ځوانو استعدادونو د ارﺯونې او تشويق لپاره مو مهم بنسټ رامنځته کړى.

اړوند موضوعات

شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې سرپرست او قاري صلاح الدین د زابل امنیه قومندان په حیث وټاکل شو.

وروسته د شیخ نورالحق انور لخوا شیخ عبدالباقي حقاني رسما د دغه ادارې د سرپرست په حیث معرفي کړو.
حماد

Leave a reply