شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې سرپرست او قاري صلاح الدین د زابل امنیه قومندان په حیث وټاکل شو.

0
167

شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې سرپرست او قاري صلاح الدین د زابل امنیه قومندان په حیث وټاکل شو

12 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت حکومت مرکزي ویاند نن ورځ پخپله ټویټر پاڼه د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د ځینو نوو ټاکنو نوملړ نشر کړی.

په نوو ټاکنو کې ډاکتر ګل محمد عثمان، د افغانستان د طبي شوری د سرپرست په حیث او د لوړو زده کړو وزارت مخکنی سرپرست شیخ مولوي عبدالباقي حقاني، د امتحاناتو د ملي ادارې د سرپرست په حیث ټاکل شوی.

همدا راز قاري صلاح الدین ایوبي د زابل ولایت امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

نوموړی د اسلامي امارت مشهور ازبک ټبار قوماندان دی چې د طالبانو لخوا ورته ” د شمال فاتح“ لقب هم ورکړل شوی دی.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت مشرتابه د دفاع وزارت په تشکیل کې نوې بیلابیلې ټاکنې ترسره کړي.

صلاح الدین ایوبي تر دې مخکې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت معین و.

Leave a reply