د پاکستان پلازمینې اسلام آباد اسلام اباد ته د ننوتو او وتلو لارو امنیت سخت کړی شوی دی
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې پولیسو مرکز ته د ننوتو او وتلو لارو په اړه امنیتي خبرداری ورکړی دی او د لارو امنیت لپاره ی نور هم سخت ګامونه اخستې دي.
د اسلام اباد د پولیسو ویاند وايي، د ښار په لسو داخلو او خارجي لارو به د باډي کیمرې سره پولیس تعینات وي.
وياند وايي د باډي کيمرې ريکارډنګ به په غيرقانوني فعاليتونو کې ککړ عناصر په ګوته کوي، د باډي کيمرې استعمال به په اول ځل په اسلام اباد کې د امن په صورتحال کې وي.
د اسلام اباد پوليس وياند ترمخه په جديد ټيکنالوجۍ سمبال پوليس، ايف سي او رينجرز اهلکار به ډيوټي کوي۔