اسلامي امارت د پاکستان د ستر دیني عالم مفتي محمد رفیع عثماني په وفات تسلیت او تعزیت وړاندې کړی.
اسلامي امارت د پاکستان د ستر دیني عالم مفتي محمد رفیع عثماني په وفات تسلیت او تعزیت وړاندې کړی.
19 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي مارت د پاکستان هیواد د ستر دیني عالم شیخ مفتي محمد رفیع عثماني پر وفات خواشیني څرګنده کړی او د نوموړي وفات یې د پاکستان او اسلامي امت لپاره ستره ضایعه بللې.
اعلامیه زیاتوي: په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پاکستان هیواد جید او مشهور ديني عالم او د دارالعلوم کراچي مهتمم حضرت مفتي محمد رفیع عثماني صاحب وفات شوی دی.
انا لله واناالیه راجعون
مرحوم عثماني صاحب خپل ټول عمر د الله تعالی د دين او شرعي علم د خدمت لپاره وقف کړی و، چې لله الحمد خپل مکلفیت يې په احسنه وجه ادا کړ، زرګونه شاګردان يې تر شا پريښودل او د ديني علم لپاره يې ستر خدمتونه وکړل.
د افغانستان اسلامي امارت د نوموړي وفات د پاکستان او ټول اسلامي امت لپاره ستره ضایعه بولي، مرحوم عثماني صاحب ته له الله تعالی څخه مغفرت او جنت الفردوس غواړي.
اړوند موضوعات
افغان دولت د نړۍ د مشهور عالم یوسف قرضاوي مړینه یو نه جبرانیدونکي ضایعه وبلله.
کورنۍ، متعلیقنو، شاګردانو او ټول علمي کهول ته له الله تعالی څخه په دې لوی مصیبت باندې د جمیل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوي. آمین یا رب العلمین