افغان دولت د نړۍ د مشهور عالم یوسف قرضاوي مړینه یو نه جبرانیدونکي ضایعه وبلله.

0
42

افغان دولت د نړۍ د مشهور عالم یوسف قرضاوي مړینه یو نه جبرانیدونکي ضایعه وبلله.

26 سپتمبر 2022

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد شیبه وړاندې په خپله ټویټر پاڼه د نړۍ د مشهور عالم او داعي دوکتور یوسف قرضاوي د مړینې په اړه د تسلیت او تعزیت اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي نړۍ نوموتی علمي شخصیت ډاکټر یوسف قرضاوي د ۹۶ کلونو په عمر له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، انالله واناالیه راجعون.

د نوموړي وفات د ټول اسلامي امت لپاره یوه نه جبرانیدونکې ضایعه ده، له الله تعالی څخه مرحوم قرضاوي ته مغفرت او جنة الفردوس غواړو، خپلوانو، متعلقینو او خواخوږو ته یې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو. الله تعالی دي اسلامي امت ته د قرضاوي صاحب د خلا د ډکیدو لپاره بل ښه نعم البدل ور نصیب کړي. امین یارب العلمین

اړوند موضوعات

د نړۍ مشهوره علمي څیره او دیني شخصیت یوسف عبدالله القرضاوي د ۹۶ کلونو په عمر وفات شو.

 

یاده دې وي چې نن ورځ د مصر اصلي اوسیدونکی او نړۍ د علماؤ اتحادیې مشر دوکتور یوسف قرضاوي د اجل داعي ته لبیک وویلو.

Leave a reply