د نړۍ مشهوره علمي څیره او دیني شخصیت یوسف عبدالله القرضاوي د ۹۶ کلونو په عمر وفات شو.

0
47

د نړۍ مشهوره علمي څیره او دیني شخصیت یوسف عبدالله القرضاوي د ۹۶ کلونو په عمر وفات شو.

26سپتمبر 2022

د مصر مشهور عالم، ستر شخصیت او دوکتور یوسف عبدالله القرضاوي د تل لپاره له دې فاني نړۍ سترګې پټې او خپل روح یې نن له غرمې وروسته خپل حقیقي مالک ته وسپاره.

یوسف القرضاوي چې په یوسف عبدالله القرضاوي هم مشهور دی، د مصر هیواد سره اړیکه لري، نوموړی د د ۱۹۲۶ میلادي کال په ۹م د سپتمبر دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

 

نوموړي لا لس کلن نه و، چې د الله عظیم کتاب قران یې حفظ او د دیني علومو زده کړې ته یې ملا وتړله، نوموړي د مصر د مشهورې مدرسې الازهر څخه لومړنۍ او بیا د تر دوکتورا زده کړې ترلاسه او ستر دیني شخصیب جوړ شو.

 

نوموړي د بې ساري دیني خدمتونو تر څنګ د علم لوی لوی کتابونه تصینف کړي، چې د نړۍ نورو هیوادونو کې هم په بیلابیلو ژبو ژباړل شوي او خلک ترینه بشپړه ګټه پورته کوي.

نوموړی د نړۍ د علماؤ د اتحادیې مشرۍ تر څنګ، په نورو بخشونو کې هم ستر خدمتونه ترسره کړي، د اخوان المسلمین ګوند د مشهور شخصیتونو څخه شمیرل کیږي او د حسن البنا او سیدقطب په فکر روان شخصیت و.

نوموړی نن غرمه مهال د  ۹۶ کلونو په عمر وفات او د تل لپاره یې دې نړۍ سره خدای پاماني وکړه.

Leave a reply