کابل کې یو محصل وژل شوی او تر وژلو ورسته یې جسد پر اور سوځول شوی دی
سرچينې ویلي، چې د سروش محمدي په نوم يو ځوان چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصل و، په کابل ښار کې په مرموز ډول وژل شوى دى.
سرچينه زياتوي، چې سروش څلور ورځې وړاندې له کابل ښاره ورک شوى و او د پنجشنبې په ورځ يې جسد د کابل په لويديځ کې د اميد سبز شهرک په اقليم بلاک کې موندل شوى او ښيي چې هغه هم تر وژل کېدو وروسته سوځول شوى دى.
(2022 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې یو محصل وژل شوی او جسد یې سوځول شوی دی. سرچينې ویلي، چې د سروش محمدي په نوم يو ځوان چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصل و، په کابل ښار کې په مرموز ډول وژل شوى دى.
سرچينه زياتوي، چې سروش څلور ورځې وړاندې له کابل ښاره ورک شوى و او د پنجشنبې په ورځ يې جسد د کابل په لويديځ کې د اميد سبز شهرک په اقليم بلاک کې موندل شوى او ښيي چې هغه هم تر وژل کېدو وروسته سوځول شوى دى.
اړوند موضوعات:
سروش د غزني د ناور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د کابل ښار په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې زده کړې کوي. تر اوسه په کابل کې دولتي بنسټونو په دې اړه څه نه دي ویلي.










Leave a Reply