پکتیا کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی دی
پکتیا کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی دی
عمر بدری زیاتوي، چې دغه ځوان د خپل تره د زوی له خوا د تومانچې په ډزو وژل شوی دی. د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کوي چې د قاتل د نیولو هڅې روانې دي. تر دې وړاندې هم په پکتيا او نورو ولايتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
(2022 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند عمر بدري رسنیو ته ویلي، چې تېر ماښام د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر نښته شوې، چې په ترڅ کې يې يو ځوان وژل شوی یادع نښته د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
عمر بدری زیاتوي، چې دغه ځوان د خپل تره د زوی له خوا د تومانچې په ډزو وژل شوی دی. د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کوي چې د قاتل د نیولو هڅې روانې دي. تر دې وړاندې هم په پکتيا او نورو ولايتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ دې وروستیو کې تخار ولایت کې لۀ پاکستان څخه د راغلیو کډوالو او ځايي اوسېدونوکو تر منځ هم د سختو جګړو خبر ورکړل شوی ؤ، چې پایله کې دغې جګړې په قومي کچه غبرګونونه راوپارول.