سالنګ کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله دوه کسه وژل شوي دي

0
92

سالنګ کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله دوه کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

د سالنګ د لویې لارې خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په دې لاره د ترافیکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه بلل کېږي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو په پایله کې تر ۴۵ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

(2022 / 9 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سالنګ پر لویه لار سیمه ییز چارواکي وايي، په جنوبي سالنګ کې د لارۍ د چپه کېدو له امله یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.

د جنوبي سالنګ د لویې لارې د ساتنې او مراقبت رئیس ابو محمد حافظ محمد یعقوب رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ شاوخوا ۱۲ بجې – د جمعې په ورځ ۱ میزان د “ګالري” په سیمه کې یو پک اپ ډوله موټر له سړکه واوښت.

په سوېلي سالنګ کې د نهم نمبر” په سيمه کې سیند ته لوېدلې، چې په پايله کې يې موټر چلوونکى وژل شوى او کلینر يې ټپي شوى دى.

د سالنګ د لويې لارې د ساتنې د مشر په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو موټر د سالنګ لويې لارې له شمال څخه سوېل ته د تېرېدو په حال کې و.

د يادونې وړ ده، چې له څو مياشتو راهيسې د سالنګ پر لويه لاره د ترافيکي پېښو شمېر زيات شوى دى.

اړوند موضوعات: 

غزني کې تېره شپه د ټرافیکي پېښې لۀ امله درې تنه ټپیان شوي دي    

Leave a reply