په غزني کې د لسګونه جريبه نشه يي توکو د کښت حاصلات له منځه لوړل شول

0
206

ښاغلی سرحدی زیاتوي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې بزګران په خپلو ځمکو کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کرلو اجازه نه لري. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په يوه جريبه ځمکه کې هم چرس او کوکنار نه دي کرل شوي.

(2022 /9 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي چې د اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې لسګونه جریبه ځمکه چې کروندګرو پکې چرس او تریاک کرل، له منځه وړي او دغه سیمې یې د نشه يي توکو د کښت له شتون څخه پاکې کړې دي.

Leave a reply