غزني کې تېره شپه د ټرافیکي پېښې لۀ امله درې تنه ټپیان شوي دي
غزني کې تېره شپه د ټرافیکي پېښې لۀ امله درې تنه ټپیان شوي دي
د هغه په وينا، ټپيان د درملنې په موخه د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي. ټپيان د پاسو په موټر کې سپاره کسان دي. د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده. په دې وروستیو کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.
(2022 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په غزني کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ټپيان شول. د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه د کابل-کندهار پر لویه لار د کرولا موټر او پاسو موټر ترمنځ د ټکر له امله درې ښځې ټپیانې شوې دي.
د هغه په وينا، ټپيان د درملنې په موخه د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي. ټپيان د پاسو په موټر کې سپاره کسان دي. د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده. په دې وروستیو کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.
اړوند موضوعات:
ترافیکي پېښې؛ امریکا کې تېر کال هره ورځ نږدې ۱۲۰ کسان وژل شوي
د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې د هېواد پۀ ټولو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې پۀ بې مخینې ډول ډیرې شوې دي، ټرافیکو د پېښو د ډیروالي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لارې خرابېدل ښودلي دي.






