ترافیکي پېښې؛ امریکا کې تېر کال هره ورځ نږدې ۱۲۰ کسان وژل شوي

ترافیکي پېښې؛ امریکا کې تېر کال هره ورځ نږدې ۱۲۰ کسان وژل شوي
ويل کيږي چې له دې امله تر ټولو ډير تلفات په ټکزاس، کليفورنيا او فلوريډا کې ثبت شوي دي. د ترافيکي پېښو له کبله د تلفاتو د لوړيدو لامل دا ښودل شوی چې د کرونا وبا پر مهال له يوه ايالته بل هغه ته د خلکو تګ راتګ ډير شوی و.
(2022 / 5 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امريکا کې د تېر کال د ترافيکي پېښو له کبله هره ورځ نږدې ۱۲۰ تنه وژل شوي وو.
امريکايي چارواکي وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله کې امريکا کې نږدې ۴۳ زره کسان په ترافيکو پېښو کې وژل شوي وو چې دا شمېرې د وړم کال په پرتله ۱۰.۵ سلنه لوړې دي د امریکا د لویو لارو د خوندیتوب ملي ادارې چې له ۱۹۷۵ کال راهیسې د ټرافیکي پيښو له امله د تلفاتو ارقام راغونډوي ویلي چې دا په تیرو ۱۶ کلونو کې د ټرافیکي پيښو له امله د اوښتو تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر دی چې په وينا يې هره ورځ ۱۱۸ تنه وژل شوي دي.