جهانګیر ترین او علیم خان د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د شا له لوري په چاړه اووهل : حامد خان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر او حقوقي کارپوه حامد خان وايي، د پاکستان تحریک انصاف مشرانو جهانګیر ترین او علیم خان عمران خان شاته په ملا کښې په چاړه وهلې دې.
د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي غړي او د قانوني چارو کارپوه حامد خان جیو نیوز ته ویلي چې د هغه د فاصلې لامل د ګوند له مشر عمران خان سره نږدېوالی دی.
جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کې حامد خان وويل د عمران خان سره د هغه اختلاف د جهانګير ترين او عليم خان په پارټۍ کې شاملولو او د جسټس قاضي فائز عيسى په ضد د ريفرنس دائرولو په اړه وو.
هغه وويل چې عمران خان ته لا دمخه ويل شوي وو چې جهانګير ترين او عليم خان د پارټۍ د يرغمل کولو لپاره راغلي دي، د عمران خان په ګوښه کولو کې د جهانګير ترين او عليم خان ستر لاس و.
حامد خان وويل چې دجسټس قاضي فائز عيسى په ضد دوزيراعظم په ريفرنس کې يې واضحه کړې وه چې صادق اؤ بااستعداده جج دځينو قوتونو لخوا حواله کړل شوي وؤ وخت دا هم ثابته شوه چې زما دريځ د جهانګير ترين، عليم خان اؤ قاضي فيض په مقدمه کې زما دریځ صحیح وو.
ده ووئيل چې د حالاتو د واضحېدو نه پس عمران خان شاه محمود قرېشي ما ته ولېږه چې سفر له هغه ځايه پېل کوو ځای کښې مو چې پریښودې وو.
د تحريک انصاف مشر حامد خان هم په فواد چوهدري نيوکې کړي او ويلي يې دي چې فواد چوهدري رالېږل شوی دی، د هغه هدف عمران خان او ګوند ته زيان رسول دي.
ياده دې وي چې حامد خان تر دې وړاندې هم د فواد چوهدري په اړه بېلابېل څرګندونې کړي دي.
نور خبرونه
خیبر پښتونخوا حکومت وفاق ته د پولیس ځواک ورکولو څخه انکار کړې دې
د نیب ادارې د پيښور بی آرټي بس سروس پروژه کښې شوي د فساد په اړه پلټنې پیل کړي دي
۸۱ سلنه پاکستاني وګړو رای ورکړې چې پاکستان کښې د سیلابونو زیانونه د د اقلیم بدلون له وجهې شوي دي
اسلام آباد هایی کورټ د پی ټي آیی شیرین مزاري د بغاوت قانون ختمولو درخواست رد کړې دې





