جوزجان ولایت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه بيا ځلې فعاله شوه.

جوزجان ولایت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه بيا ځلې فعاله شوه.
18 نومبر 2022
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د UNHCR) دفتر په مرسته د جوزجان ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه او معلوماتي سيستم بياځلې فعاله شوه.
په مراسمو کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول، د جوزجان ولايت والي قاري محمد اسمعيل، د مهاجرینو د داخلي بې ځایه شوو رئیس او د وزارت خصوصي نماینده مولوي سردار شیرزاد او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د جوزجان والي د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د مهاجرينو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه يې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، د مستحقينو په پېژندلو، ثبيتولو او د مرستو په وېش کې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست سره همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
د کډوالو چارو وزارت هئیت د بلخ له والي سره د داخلي بې ځایه شوو کډوالو په اړه خبرې اترې وکړې.
مراسمو ته د مهاجرینو وزارت خصوصي نماینده او د داخلي بې ځایه شوو رئیس مولوي سردار شیرزاد وویل چې موږ باید د ولس خدمت په ښه توګه ترسره کړو، اداره زده کړو او د خلکو ښه مدیریت وکړو، د مهاجرینو او د داخلي بې ځایه شوو لپاره به اړین ګامونه پورته شي ان شاءالله.






