د افغان کډوالو پر وړاندې د ترکیې ناسم چلند؛ د بشر حقونو د څار سازمان پرې اندېښنه ښودلې ده   

0
207

د افغان کډوالو پر وړاندې د ترکیې ناسم چلند؛ د بشر حقونو د څار سازمان پرې اندېښنه ښودلې ده 

د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي چې ترکیې په تېرو اتو میاشتو کې ۴۴۷۶۸ افغان کډوال د الوتنو له لارې کابل ته لېږدولي دي. د دغه سازمان موندنې ښيي چې له ترکیې څخه د افغان اتباعو د اجباري اخراج بهیر د تېر کال د لومړیو اتو میاشتو په پرتله ۱۵۰ سلنه ډېر شوی دی.

(2022 / 11 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو د څار سازمان د ترکيې د سرحدي ساتونکو له خوا له افغان پناه غوښتونکو سره د ناسم چلند په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار اداره له افغان کډوالو سره د ترکيې د سرحدي ځواکونو چلند د اندېښنې وړ بولي.

دغه سازمان وايي چې په دې وروستیو میاشتو کې د ترکیې پوله ساتو ځواکونو ترکیې ته د لسګونو زرو افغان کډوالو د ننوتلو مخه نیولې او له ایران سره په پوله یې بېرته شړلي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ د عقرب په ۲۷مه خپور شو، لیکلي چې یو زیات شمېر افغان اتباع چې په قاچاقي ډول ترکیې ته تللي، نیول شوي او د دغه هېواد د پیسو له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې یو شمېر افغانان د کار موندلو په موخه ترکیې ته قاچاق شوي دي.

خو د کډوالۍ د بنسټونو د راپور پر بنسټ، دا شمېره د ط.البانو د رژیم له پرځېدو وروسته تر ټولو زیاته شوې ده.

دغه سازمان دا هم وايي، چې په افغانستان کې د ط.البانو له واکمنۍ وروسته ترکیې له خپلې خاورې د افغانانو نیول او شړلو ته زور ورکړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرینو د چارو د ادارې د معلوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې د ۲۳۸ زره ۴۴۸ تنو ناقانونه کډوالو د داخلیدو مخه نیول شوې چې ډیری یې افغانان دي.

اړوند موضوعات:

ترکیې تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته استولي 

Leave a reply