ترکیې تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته استولي 

0
211

ترکیې تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته استولي 

د راپور له مخې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال راهیسې له پاکستان وروسته ترکیه دویم هېواد و، چې کابل ته یې زیاتې الوتنې په داسې حال کې پیل کړې چې کابل ته نړیوالې الوتنې په ټپه درېدلې وې.

 

(2022 / 6 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د ا.ا لخوا د کابل تر سقوط وروسته ترکیې شاوخوا ۱۸زره افغانان بېرته افغانستان ته لیږلي دي.

د راپور له مخې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال راهیسې له پاکستان وروسته ترکیه دویم هېواد و، چې کابل ته یې زیاتې الوتنې په داسې حال کې پیل کړې چې کابل ته نړیوالې الوتنې په ټپه درېدلې وې.

سرچینې د کډولۍ نړیوال سازمان او د ترکیې د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ترکیې په ۷۹ ځانګړو الوتنو کې شاوخوا ۱۸ زره افغانان د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسولي دي. په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د کابل له سقوط وروسته افغانستان تر ټولو بد بشري بحران سره مخامخ شو، او ملګرو ملتونو دې بحران سره د مقابلې لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه کړې وه. په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د روان بشري برحان له امله له تېرې اکست میاشتې راهیسې ۸۴۰ زره افغانان له اسنادو پرته له هېواده وتلي دي.

Leave a reply