د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سره لیدنه ترسره کړه.

0
107

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سره لیدنه ترسره کړه.

17 نومبر 2022

 

نن په کابل کې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي خلیفه سراج الدین “حقاني” د اسلامي همکاریو سازمان د بشري چارو د سرمنشي مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي البخیت د یاد سازمان د سیاسي چارو مرستیال دکتور یوسف بن محمد الضبیعی او مل پلاوي سره د کورنیو چارو وزارت په مقر کې وکتل.

 

ښاغلي خلیفه صاحب مېلمنو ته د اسلامي همکاریو سازمان د استازولۍ دفتر د پرانستلو له امله مبارکي وويله، د یاد سازمان نقش یې د اسلامي نړۍ او جهان په سطحه مهم وباله او په افغانستان کې یې د استازولۍ د امنیت د تامین ډاډ ورکړ.

 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر نړۍ سره وصل افغانستان د دې هېواد د امنیت په خیر او امن افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو په خیر وباله.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره وکتل.

 

د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال طارق علي البخيت په هېواد کې د سوله ييز چاپيريال په رامنځته کولو، د امنيتي وضعيت د ښه والي او د اسلامي همکاريو د دفتر په پرانيستلو کې د کورنيو چارو وزارت له همکارۍ خوښي څرګنده کړه.

Leave a reply