په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره ولیدل.

0
115

په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره ولیدل.

16 نومبر 2022

 

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ شهاب الدین دلاور د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په شتون کې په افغاستان کې د ایران له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره ولیدل.

 

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې افغانستان او ایران د دیني او کلتوري مشترکاتو، ښو او اږدمهاله اړیکو له پلوه ښه ګاونډي او دوستانه هیوادونه وبلل.

سرپرست وزیر وویل چې افغانستان د مس، اوسپنې سره زرو، سرپ و جست او د نفت او ګازو په څېر زیاتې طبعي زېرمې لري. اوس چې په افغانستان کې پوره امنیت رامنځته شوی ایراني پانګوال چې کوم علمي او تخنیکي ظرفیتونه لري کولی شي د هیواد د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره پر یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان هم د افغانستان د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره د ایران د اسلامي جمهوریت د همکاریو په اړه خبرې وکړې او وویل: د ایراني لوی شرکتونه د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي او له یاد وزارت سره د کان کېندنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

Leave a reply