د ننګرهار مرستیال والي مولوي رباني ناصح د خوړو نړیوال سازمان ولایتي مرستیال سره لیدنه ترسره کړه.

0
110

د ننګرهار مرستیال والي مولوي رباني ناصح د خوړو نړیوال سازمان ولایتي مرستیال سره لیدنه ترسره کړه.

16 نومبر 2022

د ننګرهار ولايت د مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح سره د خوراک نړيوال سازمان ولايتي مرستيال اجمل مومند ولیدل.

 

په دغه لیدنه کې اجمل مومند وویل:
ډېر ژر به ننګرهار کې زرګونه کورنيو سره د شاوخوا يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت اړينې مرستې وکړي.

د هغه په وينا چې په کوزکنړ ولسوالۍ کې ۵۴۰ متره کانال جوړوي، چې زرګونه جريبه ځمکه به خړوبه شي او همدا راز په ۴ زره جريبه ځمکه کې د درې نيم سوه زره د بيرو بوټې کينوي، چې خلکو ته د کار زمينې برابرولو ترڅنګ به د بيرو حاصلات زيات شي.

 

نوموړي همدا راز وويل، چې راتلونکي ۲۰۲۳ کال کې به د شاوخوا ۳ سوه زره زده کوونکو سره د غوړيو، بسکټو، خوارځواکو ماشومانو ککو، تازه ترکارۍ وچولو ماشينونو، تخمونو، سيلاب ځپلو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو، بې وزلو ميرمنو ته د باغچو جوړول، کار بدل کې مزد او نورې مرستې ترسره کړي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د WFP ادارې مسولينو مننه وکړه، چې ولسونو سره يې په هره برخه کې مرسته کړې او د بېوزله کورنيو لاسنیوی کوي.

اړوند موضوعات

د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي ربانی ناصح نن ورځ د IOM ادارې ختیځ زون له مشر سره ولیدل.

هغه زياته کړه، چې ننګرهار يوازينی ولايت دی چې ډير کډوال او بې ځايه شوي دلته پاتې کيږي او د ډيرو ولايتونو خلک اوسيږي بايد حقونو ته يې ځانګړې پاملرنه وشي.
حماد

Leave a reply