د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي ربانی ناصح نن ورځ د IOM ادارې ختیځ زون له مشر سره ولیدل.
د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي ربانی ناصح نن ورځ د IOM ادارې ختیځ زون له مشر سره ولیدل.
10 نومبر 2022
د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح سره د IOM ادارې ختيځ زون مشر مير اغا نصرت او د ننګرهار مسئول استاد سرفراز څرګند ولیدل.
دوی په ناسته کې وويل، چې په دې ولايت کې ۱۷۰۰ بې ځايه شويو او راستنو شوو کورنيو سره له سروې وروسته ژمنۍ مرستې کوي.
دوی وويل، چې ننګرهار کې داخلي بې ځايه شوو او راستنو شويو کورنيو سره د روغتيا، پوهنې، کاروبار، کسب او حرفوي زدکړو، سرپناو جوړونې، بيا رغونې پروژو، تورخم کې راستنيدو نکو کډوالو سره د مرستې او نورو برخو کې فعاليت کوي.
د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح د يادې ادارې له مرستو او همکاريو مننه وکړه او ورته يې د ښې همکارۍ او فعاليت زمينې برابرولو ډاډ ورکړ
اړوند موضوعات
ننګرهار هډې فارم کانال کې ۳۰۰ جریبه ځمکه د کښت او کر لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ولايت مرستيال کډوالو کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې د سهولتونو برابرولو ترڅنګ په تورخم ښارګوټي کې د ناروغانو ستونزې حل غوښتنې وکړې.