ننګرهار هډې فارم کانال کې ۳۰۰ جریبه ځمکه د کښت او کر لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

0
119

ننګرهار هډې فارم کانال کې ۳۰۰ جریبه ځمکه د کښت او کر لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

10 نومبر 2022

د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نن ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار کانال بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې.

 

د افغانستان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر عطاالله عمري ننګرهار ته د سفر په مهال رسنيو ته وویل: د ننګرهار ولایت ټوله ځمکه په ځانګړي توګه د ننګرهار کانال ځمکې د کرنې او مالداری د ودې لپاره کافي منابع لري.

د نوموړي په وینا : په ننګرهار کانال کې د کرنې د سکتور د ودې لپاره په کافي توګه طبیعي منابع شتون لري.

نوموړي دا خبرې د هډې فارم ثمرخېلو ساحه کې ۳۰۰ جریبه ځمکې چې څلورلسیزې ترې د کښت او کر لپاره ګټه نه وه اخستل شوی د پرانستې پرمهال وکړې.

اړوند موضوعات

کرنې او مالدارۍ وزارت: کنړ ولایت کې د پنځو کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوې.

دغه ځمکه د پنځو کرنیزو شرکتونو له لوري کرکیلي ته چمتو کېږي او پرې ۳۰ میلونه افغانیو لګښت راځي چې پرې به د ماهیانو حوضونه او نور کښتونه وکرل شي او له برکته به يې ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي.

Leave a reply