برشنا شرکت د تاجکستان له وارداتي برېښنا سره د کابل د برېښنا شبکې د نښلولو اعلان وکړ

0
202

برشنا شرکت د تاجکستان له وارداتي برېښنا سره د کابل د برېښنا شبکې د نښلولو اعلان وکړ

خو د برشنا شرکت د مسوولینو په وینا له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا یوه بله دستګاه لا هم فعاله ده او زیاته یې کړه چې په دوو ورځو کې به دغه تخنیکي ستونزه حل شي. دا لومړی ځل نه دی، چې له ازبکستانه وارداتي برېښنا پرې کېږي، بلکې هر کال د سړې موسم په رانږدې کېدو سره کابل او یو شمېر ولایتونه د برېښنا له کمښت سره مخ وي او د دې سیمو خلک تل شکایتونه کوي.

(2022 / 11 / 16    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

برشنا شرکت د تاجکستان له وارداتي برېښنا سره د کابل د برېښنا شبکې د نښلولو اعلان وکړ. د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۲۵ ملي راډیو او ټلویزیون د یوه راپور په خپرولو سره له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا د نښلولو اعلان وکړ.

په دغه راپور کې راغلي دي چې برښنا شرکت د دغه هیواد د تخنیکي ټیم په همکارۍ توانیدلی چې د کابل د بریښنا رسولو شبکه د تاجکستان له وارداتي بریښنا سره وصل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې وه، چې له امله یې پلازمېنې او ولایتونه په پرله پسې ډول د برېښنا له کمښت سره مخ دي.

خو برښنا شرکت زياته کړه چې له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا په نښلېدو سره د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا يو پول د تخنيکي ستونزې له امله پرې شوى و، چې له امله يې د پلازمېنې او ولايتونو برېښنا په موقتي ډول پرې شوې وه.

اړوند موضوعات:

بهرنيو پانګوالو افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

Leave a reply