د صنعت او سوداګرۍ سرپرست تیره ورځ د جلغوزو ځینو سوداګرو سره وکتل او د صادراتو په اړه یې خبرې وکړې.

0
172

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست تیره ورځ د جلغوزو ځینو سوداګرو سره وکتل او د صادراتو په اړه یې خبرې وکړې.

15 نومبر 2022

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي او د دغه وزارت د صنایعو او سوداګرۍ مرستیال مولوي قدرت الله جمال د جلغوزیو له یو شمېر سوداګرو سره وکتل او د جلغوزیو د صادراتو په اړه یې خبرې وکړې.

 

په دې کتنه کې د تېرو غونډو په دوام د جلغوزيو صادروونکو د جلغوزيو د صادراتو په برخه کې د خپلو ستونزو په باب خبرې وکړې او د دغه ستونزو د هوارۍ غوښتنه یې وکړه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د جلغوزیو په صادراتو کې پر انډول د ټینګار ترڅنګ وویل، چې په دې اړه یې د اسلامي امارت د اقتصاي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د هغه له دفتر سره خبرې کړې دي.

اړوند موضوعات

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نن ورځ د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو سره وکتل.

همدا راز هغه وویل د وزیرانو شورا کې دغه موضوع په اړه بحث وشو او اړوندو ادارو ته د ځانګړې ناسته کولو پرېکړه وشوه، چې د جلغوزیو صادرونکو ته چې له ټولو بندرونو څخه رسمي جوازونه لري اجازه ورکړي او په دې غونډه کې د جلغوزو د صادراتو په برخه کې یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه شوه.

Leave a reply