د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نن ورځ د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو سره وکتل.

0
177

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نن ورځ د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو سره وکتل.

7 نومبر 2022

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن ورځ د جلغوزیو له یو شمیر سوداګرو سره وکتل.

 

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د جلغوزیو له یو شمېر سوداګرو سره وکتل او د جلغوزو د صادراتو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې سوداګرو مسوولينو معلومات وړاندې کړل او ګاونډيو هېوادونو ته يې د صادراتو په برخه کې د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي له افغانستان څخه په دوه اړخیزو همکاریو او قانوني صادراتو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د خپلو ملکیتونو د انتقال لپاره باید له یوه شرکت سره هوکړې ته ورسېږي او که له شرکتونو سره اړیکه ونلري؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت به په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د هلمند صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې فابریکه د ۵۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه او فعالیت یې پیل کړ.

همدارنګه ښاغلي الحاج عزیزي څرګنده کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د اړوندو څانګو ترمنځ غونډه جوړه شي او د هېواد د صادراتي توکو لپاره به یو میکانیزم جوړ شي.

Leave a reply