هرات ولایت کې سږ کال د تیر په پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

هرات ولایت کې سږ کال د تیر په پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
15 نومبر 2022
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې چارو آمر بشير احمد احمدي وویل، چې هرات د افغانستان د زعفرانو پلازمینه ده او سږ کال په دغه ولایت کې په څه باندې ۷ زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي، چې شاوخوا ۲۰ ټنه حاصلات به ولري.
احمدي زیاته کړه، چې اوسمهال په بازارونو کې د زعفرانو بیه له ۱۰۰ زرو څخه تر ۱۱۰ زرو افغانیو پورې ټاکل شوې، چې په عادي ډول هند، متحده عربي اماراتو، استرالیا او امریکا ته صادرېږي.
اخوا د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي پير محمد حليمي وايي، چې د زعفرانو د کرکېلې په موسم کې څه باندې ۲۰ زره کورنيو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.
اړوند موضوعات
بلخ ولایت کې د زعفرانو د پروسس یوه شرکت نږدې ۲۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات د کرنې ریاست په پام کې لري څو په دغه ولایت کې د سلواغې په ۲۵ او ۲۶ د زعفرانو د ګلونو اوومه ملي جشنواره پیل کړي.






