بلخ ولایت کې د زعفرانو د پروسس یوه شرکت نږدې ۲۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

0
165

بلخ ولایت کې د زعفرانو د پروسس یوه شرکت نږدې ۲۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

30 سپتمبر 2022

د بلخ سیمه ییزې سرچینې وایي چې دغه ولایت کې د زعفرانو د پروسس یو شرکت کې ۲۰۰ ښځینه کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې، د دغه شرکت مسوولین وايي، که نور سوداګر هم په دې برخه کې پانګونه وکړي، له یوې خوا به ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د بلخ ولایت د دې فابریکې د تولید په برخه کې له هرات سره سیالي وکړي.

 

په بلخ کې د زعفرانو د پروسس شرکت مسوول زین الله عثماني وايي، سږ کال یې شاوخوا ۱۹۰ کسان د روزونکو په توګه ګمارلي دي، هغه د بلخ ولایت د زعفرانو د کښت لپاره ښه بولي او وايي، که په دغه ولایت کې پانګونه وشي، ښې پایلې به ولري.

په ورته وخت کې هدیه فروتن چې له دوولسم ټولګي فارغه شوې او د لوړو زده کړو په برخه کې له اقتصادي ستونزو څخه بې برخې پاتې شوې وايي، اوس خوښه ده چې په شرکت کې کار کوي.

هغې وويل: “له دا ډول شرکتونو څخه غوښتنه کوي، چې خپل فعاليتونه زيات کړي، څو زياتې ښځې په کار بوختې شي.”

د دغه شرکت يوه بل کارکوونکي زياته کړه: “دلته په کار کولو سره خپل ژوند پرمخ وړم او له داسې شرکتونو څخه راضي يم چې موږ ته يې د کار لپاره مناسب چاپېريال برابر کړی دی.”

بل خوا يو شمېر پانګه وال وايي، چې د زعفرانو د خرڅلاو لپاره بايد په بهرنيو هېوادونو کې بازارموندنه وشي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې بهرنيو هېوادونو ته د زعفرانو په صادرولو کې اسانتياوې رامنځته کړي.

د دوی په وینا، که داسې ونه شي، د افغانستان زعفران به ګاونډیو هېوادونو ته صادر شي.

اړوند موضوعات

ستره محکمه: ښځینه قاضیان  “د پوهاوي د کموالي” او د “حجاب” مسلې له امله په محکمو کې کار نه شي کولی

 

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د هېواد په بازارونو کې يو کيلو زعفران له ٩٠زره افغانيو څخه تر ١١٧زرو افغانيو پورې پلورل کېږي او که د لېږد رالېږد ستونزې هوارې شي، نو بيه به يې لوړه شي.

Leave a reply