ستره محکمه: ښځینه قاضیان “د پوهاوي د کموالي” او د “حجاب” مسلې له امله په محکمو کې کار نه شي کولی
ستره محکمه: ښځینه قاضیان “د پوهاوي د کموالي” او د “حجاب” مسلې له امله په محکمو کې کار نه شي کولی
د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني وايي: “په ۱۴۴۳ هجري لمریز کال کې د قضایه قوې تشکیل ۵۴۰۸ پوستونو ته ورسېد، چې په دې کې ۲۶۰۰ قضايي پوستونه، ۱۰۷۲ اداري پوستونه او ۱۷۳۶ خدمتي پوستونه شامل دي.”
(2022 / 9 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د سترې محکمې چارواکي وايي، د حنفي فقهې د پراخې پوهې د نشتوالي او د حجاب د مراعتولو لپاره د نامناسبو شرایطو له امله ښځینه قاضیانې د هېواد په محکمو کې کار نه شي کولای.
د سترې محکمې د څېړنو او مطالعاتو عمومي رئیس حزب الله ابراهیمي پرون (شنبه د سنبلې ۱۲مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري غونډه کې د خبریال سلام مومند د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ښځینه قاضیانې نشي کولی د اوس لپاره پۀ محکمو کې کارروکړي.
د حنفي فقهې په اړه کافي پوهه او د دې لپاره چې د اطاعت ساحه مناسبه نه وي، او د حجاب لة امله نشي کولی د افغانستان په محکمو کې کار وکړي.
ښاغلی ابراهیمي زیاتوي: ښځینه قاضیانې د فقهې او شریعت په اړه بشپړ معلومات نه درلودل او د حنفي فقهې پر بنسټ یې ستونزې نه شي حل کولای.
بل لامل حجاب دی؛ په پخواني نظام کې حجاب په سمه توګه نه ؤ مراعات شوی. په دې اساس، دا د دوی لپاره مناسب چاپیریال نه دی چې وګمارل شي او خپل کار ترسره کړي.”
له بلې خوا حزب الله ابراهیمي وايي چې تر اوسه ښځینه قاضیانو ته اړتیا نشته. په هیواد کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته ښځې په ډیرو سیاسي او ټولنیزو برخو کې بې برخې شوي دي.
څو میاشتې وړاندې اسلامي امارت په دولت کې ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ چې نور دې کار ته نه ورځي او د خپلې کورنۍ یو سړی دې د کار په بدل کې اړونده دفتر ته معرفي کړي.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په ټول هېواد کې ټولې ښځینه قاضیانې له دندو ګوښه شوې دي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت له جوړیدو سره یو زیات شمیر نارینه قاضیان هم بې کاره شوي او دولت په اسلامي امارت پورې تړلي دیني عالمان خپلو دندو ته سپارلي دي.
د سترې محکمې چارواکي وايي، د دې ادارې ټول تشکیل ۵ زره ۴۰۸ بستونه دي، چې له دې جملې څخه ۲ زره ۶۰۰ یې عدلي او قضايي ادارو ته ځانګړي شوي دي.
چارواکي ټینګار کوي، چې په تېر حکومت کې ۲۶۷۰ قضايي پوستونه وو، چې له اوسني شمېر څخه لږ توپیر ښيي.
د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني وايي: “په ۱۴۴۳ هجري لمریز کال کې د قضایه قوې تشکیل ۵۴۰۸ پوستونو ته ورسېد، چې په دې کې ۲۶۰۰ قضايي پوستونه، ۱۰۷۲ اداري پوستونه او ۱۷۳۶ خدمتي پوستونه شامل دي.”