هلمند؛ یوه مدرسه کې د ماین چاودنې لۀ امله شپږ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

هلمند؛ یوه مدرسه کې د ماین چاودنې لۀ امله شپږ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
د هلمند امنيتي چارواکي که څه هم دا پېښه د جنګي وسايلو د چاودنې له امله بولي، خو د څرنګوالي په اړه يې څه نه دي ويلي. ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ مربع کیلومتره خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده.
(2022 / 9 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوه ناچاودي ماین د چاودنې له امله د یوې دیني مدرسې څلور ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حفيظ رشيد هلمندي وايې چې دا چاودنه تېره ورځ له غرمې وروسته د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د نادعلي ولسوالۍ د بازار دهوا په سيمه کې شوې ده.
د هغه په وينا، دغه چاودنه له جګړې څخه د يوه راکټ مرمۍ د پاتې کېدو له امله شوې ده. هغه وايي، چې د يوې مدرسې شپږ زده کوونکو يوه ناچاوده مرمۍ وموندله او پر هغې يې لوبې کولې، چې مرمۍ پرې وچاودېده.
هلمندي وويل، چې په دې چاودنه کې دوه هلکان او دوه نجونې وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه، چې ټپيان د هلمند ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.