د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس نن ورځ په افغانستان کې د میشتو کوچیانو قومي مشرانو سره ولیدل.

0
94

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس نن ورځ په افغانستان کې د میشتو کوچیانو قومي مشرانو سره ولیدل.

15 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د مېشتو کوچیانو یو شمېر قومي مشرانو سره نن په ارګ کې وکتل.

 

په پیل کې، دغو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره په هر ډول شرایطو کې د همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل، زموږ قوم له کوم امتیاز اخیستو پرته د اردو په څېر خدمت ته حاضر دی او د امنیت په ټینګښت کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.

 

دوی دغه راز، د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې، روغتیا، پوهنې، د څړ ځایونو غصب، د حیواناتو لپاره د سوداګرۍ اصولي لارو رامنځته کولو، د محصولاتو لپاره د واحد بازار رامنځته کولو او د دې قوم د ستونزو هواري لپاره د واحد ادرس نشتوالي په اړه خپل وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د هزاره او مرکزي افغانستان د اهل تشيع مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د جهاد په دوره کې د کوچیانو قوم کارنامې وستایلې وې ویل، تاسو د افغانستان په اقتصاد جوړونه کې مهم رول لرئ او ژمنه یې وکړه، چې ستونزو ته به یې د اړوندو ارګانونو له لارې رسیدګي وشي.

Leave a reply