د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د هزاره او مرکزي افغانستان د اهل تشيع مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

0
268

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د هزاره او مرکزي افغانستان د اهل تشيع مشرانو او متنفذینو سره وکتل

12 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د هزاره جاتو او مرکزي افغانستان د اهل تشيع له يو شمېر دیني او قومي مشرانو او متنفذینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

 

د دې کتنې په پیل کې د رياست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتيژيکو اړيکو مرستيال مولوي احمدالله متقي راغلو کډوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د قومونو ترمنځ عدالت او مساوات ته ژمن دی او ټول قومونه د یوه وجود غړي ګڼي.

 

مولوي احمدالله متقي زیاته کړه، اسلامي امارت تر بل هر وخت هڅه کړې چې د افغانستان د قومونو ترمنځ عدالت او مساوات قایم او ټول اقوام په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

 

وروسته د اسلامي امارت مرستیال ویاند قاري يوسف احمدي په افغانستان کې د فرهنګي تنوع او د ورونو قومونو ترمنځ پر همغږۍ او اسلامي امارت کې د قومونو د شتون او رول په اړه خبرې وکړې وې ویل، د اسلامي امارت غېږ ټولو ته پرانیستې ده.

 

محترم احمدي څرګنده کړه، اسلامي امارت په یوه ځانګړي قوم، سمت او ژبې پورې منحصر نه دی، بلکې دا د افغانستان د ټولو ورونو قومونو مشترک نظام دی. هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین په مرکز او ولایتونو کې د خلکو ستونزې په ورین تندي اوري او د حل لپاره یې تر خپله وسه لازم اقدامات کوي.

 

ورپسې د هزاره جاتو او مرکزي افغانستان د اهل تشيع مشرانو او سپين ږيرو په استازيتوب شیخ مدار علي کريمي او ډاکټر محمد اکرم عارفي په بېلابېلو برخو کې د اهل تشيع ستونزې او وړانديزونه د رياست الوزراء لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.

 

دوی یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل هر اړخیز ملاتړ څرګند او په ټولو برخو کې د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ پر همدلۍ، همغږۍ او مشارکت ټینګار وکړ وې ویل، اسلامي امارت باید اهل تشیع وګړو ته هم په خپل څنګ کې لا ډېر ځای ورکړي.

 

په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت بریا یوه ستره فتحه وه چې په یوه سمت او قوم پورې اړه نه لري، بلکې د ټول افغانستان اړوند ده او باید موږ او تاسې ټول د دغې سترې فتحې د بقا لپاره لاهم ګډې هڅې وکړو.

 

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د هر قوم او سمت خلک په اسلامي امارت کې شتون لري
دا حقیقت دې چې په ځینو ځایونو کې به ستونزې او خالیګاوې وي، خو باید په مشوره او ګډو هڅو یې حل لاره ومومو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر عبدالواسع نن ورځ د کرکټ ملي لوبډلې له غړو سره وکتل.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، ستاسې په شمول د ټول افغان ولس ستونزې د اسلامي امارت له مشرانو سره شریکوو او هڅه مو داده چې افغانستان خودکفا او له شته کادرونو یې پخپل ځای کې نوره هم ګټه واخلو.

Leave a reply