د چارو عمومي اداره: د لغوه شوو ادارو مامورینو ته د معاشاتو د ورکړې لړۍ پیل شوه.

0
144

د چارو عمومي اداره: د لغوه شوو ادارو مامورینو ته د معاشاتو د ورکړې لړۍ پیل شوه.

15 نومبر 2022

 

د اسلامي امارت د چارو عمومي ادارې په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه اداري له لورې د لغوه شوو ادارو د مامورینو د پاتې معاشاتو د ورکړې لړۍ پیل شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي: د چارو ادارې له لوري د اړونده ارګانونو په همکارۍ د لغوه شویو ادارو کارکوونکو ته د معاشونو وېش روان دی، چې پیل يي د سولې په چارو کې د دولت وزارت له کارکوونکو شوی دی.

 

دغه وېش چې تېره ورځ پیل شو، د اونۍ تر پایه به دوام ولري، چې پکې به د اوو ادارو سلګونو لغوه شویو مامورینو او د یوې مدغم شوې ادارې د کارکوونکو باقي معاشونه ورکړل شي.

 

د چارو ادارې د مالي او اداري ریاست د مسؤلینو په وینا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، د ټاکنیزو شکایتونو کیمسیون، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون هغه ادرسونه دي چې لغوه شوي او کارکوونکو ته يي معاشونه اجرا کېږي.

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې اړوند ۲۹۰ تنه چې ۲۸ تنه يي ښځې دي، هم په دې لیست کې دي چې پاتې شوي معاشونه يي ورکړل شي.

 

د سرچینې په وینا د لغوه شویو ادارو ټول کارکوونکي چې بالمقطع هم پکې شامل دي ۲۴۴۴تنه کېږي چې ۲۴۹ يي مېرمنې دي، دوی ته د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته معاشات ورکول کېږي.

 

وړاندې تر دې چې دا وېش پیل شي، د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو اړوند یو کمیسیون ټاکل شوی و، چې د هغوی د معلوماتو پر اساس د هرې ادارې تشکیلات ولیدل شول او پرېکړه وشوه، چې د تېر لمریز کال د اسد له میاشتې وروسته ورته معاشونه حواله کړل شي.

اړوند موضوعات

د چارو عمومي ادراه: په ولایتونو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو ارزونه کیږي.

په دې ادارو کې ځينې داسې ادارې هم وې چې د ځینو میاشتو معاشونه يي همکارانو ته ورکړل شوي و، ځکه خو د وېشل کېدونکو معاشاتو موده سره متفاوته ده.

Leave a reply