د چارو عمومي ادراه: په ولایتونو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو ارزونه کیږي.

0
185

د چارو عمومي ادراه: په ولایتونو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو ارزونه کیږي.

13 نومبر 2022

د اسلامي امارت د چارو عمومي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولایتونو کې د لغوه شویو دولتي ودانیو ارزونې لپاره پلاوی وټاکل شو او اروزنه به یې ترسره شي.

 

دغه پریکړه د دې ادارې په اوونیزه اداري ناسته کې وشوه، چې د تیره ورځ د دې ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.

 

دغه غونډه د چارو ادارې د مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د تېرو پرېکړو په تعقيب د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو د ارزونې په موخه ولايتونو ته د چارو ادارې د پلاويو پر سفرونو بحث وشو.

 

په دې غونډه کې بېلابيلو ولايتونو ته د څېړنو او ارزونو په موخه بېلابېل پلاوي وټاکل شول.

اړوند موضوعات

د چارو ادارې لوی رئیس د بادغیس ولایت د یو شمیر قومي مخورو سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

پر دې سربېره پر يو شمېر نورو اړونده موضوعاتو هم بحث وشو او په پای کې یاده غونډه هيواد، ولس او د نظام د پرمختګ او بقا په دعا سره پای ته ورسېده.

حماد

Leave a reply