کندهار کې د یو شمیر سوداګرو له لورې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو تولیدي فابریکه جوړه شوه.
کندهار کې د یو شمیر سوداګرو له لورې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو تولیدي فابریکه جوړه شوه.
15 نومبر 2022
کندهار کې د ۷۱ سوداګرو له خوا د ۵۰ میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د درملو یوه فابریکه پرانېستل شوه.
د سنو فارما د درملو تولیدي فابریکې مشر محمد سعید صدیق ویلي، چې د فابریکې اداري چارې يې پيل کړې او ډېر ژر به د سنو فارما تولیدي ساحه هم فعاله او په کار پیل وکړي.
ښاغلي صدیق زیاته کړې، چې د فابریکې په جوړېدو سره به ۸۰۰ کسانو ته په مستقیمه او له ۲ زره زیاتو کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
همدا راز د دغه فابریکې مسؤلین زیاتوي چې یاده فابریکه کې به په ۸ کاري ساعتونو کې کابو ۲ میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او ۱۰۰ زره بوتله شربت په لوړ کیفیت تولیدېږې.
اړوند موضوعات
د ابن سینا فارمسي دولتي بنسټ د درملو تولیدي فابریکه بیا ځلې فعاله شوه.
د سنو فارما درمل جوړوني لویي فابریکې اداري بخش فعال او نن ئې د ولایتي ادارې د مسئولینو او سوداګرو له لوري پرانیستنه وسوه او د سنو فارما فابریکې مشر حاجي محمدسعید صدیق د دې درانه مسئولیت په توکه خپله دنده پیله کړه.
حماد