اسلامي امارت د بولدک_چمن په فرضي کرښه د رامنځته شوې پیښې په اړه غبرګون ښودلی.

0
95

اسلامي امارت د بولدک په فرضي کرښه د رامنځته شوې پیښې په اړه غبرګون ښودلی.

15 نومبر 2022

 

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه یاد برید غندلی او د عاملینو پیدا کولو لپاره یې لوړ رتبه هیئت ټاکلی.

 

ذبیح الله مجاهد لیکلي: د روان 2022/11/13م نیټه د کندهار ولایت له  سپین بودلدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره دنامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزي شوې دي چې له امله یې یوتن پاکستانی عکسر وژل شوی.

 

د افغانستان اسلامي امارت په یاده پیښه خواشیني څرګندوي او د پیښې د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره  یو لوړ پوړی  هیئت  ګومارل شوی او پلټني یې پیل کړې دي.

اړوند موضوعات

چمن–سپین بولدک دروازه هلته تر جګړې وروسته تر نامعلومې نېټې تړل شوې ده 

همدارنګه د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا‌ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.

 

یاده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د بولدک او چمن پر فرضي کرښه یو نامالومه شخصه پر پاکستان پوځیانو برید وکړ، چې له امله یو عسکر قتل او یو ټپي شو او له هغې وروسته یاده دروزاه هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې.

حماد

Leave a reply