چین کې د افغان دولت د سفارت سرپرست بیجینګ کې د میشتو افغان محصلینو سره وکتل.
چین کې د افغان دولت د سفارت سرپرست بیجینګ کې د میشتو افغان محصلینو سره وکتل.
15 نومبر 2022
بیجینګ کې د افغانستان لوی سفارت پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې تیره ورځ په بېجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست سيد محي الدين سادات په بېجينګ کې له مېشتو افغان محصلينو سره وکتل.
افغان محصلینو د سفارت له کړنو خوښي وښوده او د محصلینو د ستونزو، د اسنادو د تصویب، د پاسپورت د تجدید او داسې نورو په اړه یې هم ځانګړي وړاندیزونه وکړل.
اړوند موضوعات
چین کې د افغان سفارت سرپرست سفیر د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیاسي څانګې مرستیال سره وکتل.
د سفارت مشر د دوی د ستونزو د حل لپاره د هر ډول لازمې همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې سفارت هڅه کوي افغان محصلینو ته د اسنادو د تایید او نورو قونسلګریو په برخه کې ځانګړي اسانتیاوې برابرې کړي.