چین کې د افغان سفارت سرپرست سفیر د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیاسي څانګې مرستیال سره وکتل.

چین کې د افغان سفارت سرپرست سفیر د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیاسي څانګې مرستیال سره وکتل.
10 نومبر 2022
په چین هیواد کې د افغان دولت سفارت پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د یاد سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال مشر چین سونګ سره وکتل.
په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو په لا پیاوړتیا، د ډیپلوماتیکې کچې د لوړولو او پراختيا په هکله خبرې اترې وشوې.
دواړو لوريو همدارنګه له افغانستان سره د چين په پراختيايي مرستو، د نیمګړو پروژو په بشپړېدو، په تخنيکي برخه کې د افغانانو د روزنې او نورو دوه اړخیزو همکاريو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
په چین کې د افغانستان سرپرست سفير له افغانستان سره د چين د بشري مرستو او دوستانه اړيکو له کبله مننه وکړه او ويې ويل، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو او غوره دوه اړخيزو همکاريو غوښتونکی دی.
اړوند موضوعات
کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند سره وکتل.
هېره دې نه وي، چې چين له افغانستان سره د پام وړ بشري مرستې کړې دي او د دغه لړۍ د دوام ډاډ يې ورکړی دی.






