سکاټلنډۍ ګرځندویه: افغانستان او خلکو سره یې مینه لرم

0
99

سکاټلنډۍ ګرځندویه: افغانستان او خلکو سره یې مینه لرم

هغې زیاته کړه: «دا دریم ځل دی چې افغانستان ته راځم. زه له افغانستان او خلکو سره یې مینه لرم. د افغانانو په کلتور پوهیدل وخت نیسي. زه د کابل په ګډون د افغانستان ډېرو ولایتونو ته تللې یم، خلک یې مېلمه پاله او مهربانه دي، خو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، زه په دې اړه مایوسه یم.»

 

(2022 / 11 / 15   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سکاټلنډۍ ګرځندویه وینډرنګ یما چې د افغانستان له بېلابېلو لرې پرتو سیمو یې لیدنه کړې، وايي دا درېیم ځل دی چې افغانستان ته راځي. خو دا وايي، دلته ځان خوندي احساسوي، خو د افغانانو د ورځني ژوند او چارو له امله مایوسه ده.

هغې زیاته کړه: «دا دریم ځل دی چې افغانستان ته راځم. زه له افغانستان او خلکو سره یې مینه لرم. د افغانانو په کلتور پوهیدل وخت نیسي. زه د کابل په ګډون د افغانستان ډېرو ولایتونو ته تللې یم، خلک یې مېلمه پاله او مهربانه دي، خو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، زه په دې اړه مایوسه یم.»

نوموړې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته تللې، د بېلابېلو قومونو او نژادونو له خلکو سره يې خبرې کړې دي. خو د شمشاد خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې له تاسو سره د افغانانو چلند څنګه و؟ هغې وويل: “دا په سيمه پورې اړه لري، په ځينو سيمو کې خلکو غوښتل چې زه ويډيو واخلم او د هغوی ژوند منعکس کړم. په ټولیزه توګه افغانان میلمه پالنه کوي، خو په ځینو کې هلته محدودې سیمې وې، دوی نه خوښول چې ویډیوګانې واخلم او ورسره کښېنم.

اړوند موضوعات:

 کابل کې د ایران سفارت سیاحتي شرکتونو اجازه ورکړې چې دغۀ هېواد ته تلونکو ګرځندویانو ته وېزې صادرې کړي 

ننګرهار، باميان، هلمند، کندهار او هرات هغه ولايتونه وو، چې دې ور څخه  د فرهنګ او ورځنيو چارو په اړه پوښتنې کولې او د ويډيو له لارې يې نړۍ ته وښودل.

Leave a reply