کابل کې د ایران سفارت سیاحتي شرکتونو اجازه ورکړې چې دغۀ هېواد ته تلونکو ګرځندویانو ته وېزې صادرې کړي 

0
182

د سنبلې په ۲۲ مه د ایران سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې افغان سیاحتي شرکتونه کولای شي سیلانیانو ته درې میاشتې ویزې ورکړي.

سفارت دا هم ویلي چې غوښتونکي کولای شي په افغانستان کې له آریانا، ماهان او کشیر شرکتونو څخه د سیاحت ویزې ترلاسه کړي. په همدې حال کې اکثره افغانان د قاچاق له لارې ایران ته ځي.

(2022 / 9 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ایران سفارت اعلان کړی چې افغان سیاحتي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د دغه هېواد ګرځندویانو ته ویزې ورکړي.

د سنبلې په ۲۲ مه د ایران سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې افغان سیاحتي شرکتونه کولای شي سیلانیانو ته درې میاشتې ویزې ورکړي.

سفارت دا هم ویلي چې غوښتونکي کولای شي په افغانستان کې له آریانا، ماهان او کشیر شرکتونو څخه د سیاحت ویزې ترلاسه کړي. په همدې حال کې اکثره افغانان د قاچاق له لارې ایران ته ځي.

د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې افغان کډوال ایران کې لۀ ډول ډول ستونزو سره مخ شول چې د یادو ستونزو د حل په موخه یو افغان پلاوي ایران ته سفر ترسره کړ.

Leave a reply