اروپايي ټولنې د افغان ښځو پارکونو ته پر نه پرېښودلو اندېښنه ښودلې ده
اروپايي ټولنې د افغان ښځو پارکونو ته پر نه پرېښودلو اندېښنه ښودلې ده
خو د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ط.البانو په واکمنۍ کې د ښځو پر سیستماتیک کړاوونو سترګې پټې نه کړي. څو ورځې وړاندې په تفریحي ځایونو کې د ښځو پر حضور د ط.البانو د بندیزونو په غبرګون کې دغه سازمان ویلي و چې دا په افغانستان کې د ښځو پر حقونو یو بل ګوزار دی.
(2022 / 11 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تفریحي پارکونو کې د ښځو پر حضور د ط.البانو د حکومت د بندیز په اړه له غبرګونونو وروسته اروپايي ټولنې هم د دغه بندیز په اړه غبرګون ښودلی دی.
اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۲۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ط.البانو د حکومت دغه چلند د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي سرغړونه ده.
په بیان کې ویل شوي، “اروپایي اتحادیه د ط.البانو لخوا د ښځو د تګ راتګ پر ازادۍ باندې نوي محدودیتونه غندي، په دې کې هغه نوي اعلان شوي قوانین هم شامل دي چې په عامه پارکونو او جیمونو کې د ښځو پر ورتګ بندیز لګوي.”
ط.البانو په کابل او ځینو ولایتونو کې په وروستي محدودیت کې د ښځو پر تفریحي پارکونو، عامه حمامونو او سپورتي کلبونو ته له ورتګ بندیز لګولی دی.
د دغه بندیز اعلان په دې وروستیو کې په ځینو ښارونو لکه د فاریاب مرکز میمنه کې هم شوی دی.
په دغه اعلان کې دا هم ویل شوي چې ښځې نشي کولای له محرم پرته رستورانونو ته ولاړې شي.
اروپايي اتحادیې د ط.البانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د نړیوالو قوانینو په اړه د افغانستان مکلفیتونه، په ځانګړې توګه د بشري حقونو کنوانسیونونو، د کډوالو حقونو او بشري حقونو ته درناوی وکړئ.
دې اتحاديې زياته کړه چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د عامه او اقتصادي ژوند له ډېرو برخو بې برخې دي.
ط.البانو په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو او له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي څخه منع کړي دي.
اړوند موضوعات:
پارکونو ته د ښځو له ننوتلو منع کول؛ د بښنې نړیوال سازمان د دغې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه