پارکونو ته د ښځو له ننوتلو منع کول؛ د بښنې نړیوال سازمان د دغې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه
پارکونو ته د ښځو له ننوتلو منع کول؛ د بښنې نړیوال سازمان د دغې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه
دغه سازمان دا هم ویلي، چې ط.البانو څو ورځې وړاندې د یو شمېر ښځینه فعالانو په ګډون د ښځو اعتراض کوونکي په غیر قانوني توګه نیولي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي. ط.البانو د واک تر لاسه کولو وروسته پر افغان ښځو سخت بندیزونه لګولي او دا بندیزونه په پرله پسې ډول د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوي دي.
(2022 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بخښنې نړیوال سازمان د ا.ا. د حکومت لخوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې دغه پریکړه باید ژر تر ژره لغوه شي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ د عقرب په ۲۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ط.البانو د حکومت دا کار د ښځو حقونو ته یو بل ګوزار دی.
څو ورځې وړاندې د ط.البانو د حکومت د امربالمعروف د کابل ښار په عامه پارکونو کې د ښځو او نجونو پر حضور بندیز ولګاوه.
د دغه وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر وايي، له لومړیو ورځو څخه یې هڅه کړې چې د ښځو او یا لږ تر لږه د ښځو او نارینه وو لپاره په جلا جلا تفریحي پارکونو کې د “خوندي چاپېریال” برابرولو هڅه وکړي، خو دا هڅې ناکامې شوې، او هیچا هم دې مقرراتو ته پام ونه کړ.
هغه څرګنده کړه، چې اوس د يادو شويو اقداماتو د ناکامۍ په پايله کې ط.البان اړ شوي، چې تفريحي سيمو ته د ښځو ننوتل په بشپړ ډول ممنوع اعلان کړي.
د بښنې نړیوال سازمان له ط.البانو د دغه پرېکړه لیک د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ ویلي دي: «د ط.البانو له راتګ سره”د واک په واسطه، ښځې د خپلو اساسي حقونو لکه د حرکت ازادي، د زده کړې حق – له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله – او سیاسي ګډون منع کړي دي.”
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې ط.البانو هغه بنسټونه هم له منځه وړي چې د پخواني حکومت پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیده ګي کوي.
اړوند موضوعات:
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د ا.ا وروستۍ تکلاره غندلې ده