د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د ا.ا وروستۍ تکلاره غندلې ده

بلینکن پر خپله ټویټر پاڼه په نجونو او ښځو باندې د طالبانو وروستي محدودیتونه د تاسف وړ بللي دي او لیکلي دي چې د جي ۷ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د همکارانو سره یو ځای دا شدید محدودیتونه غندي.
(2022 / 5 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري په ښځو باندې وروستي محدودیتونه او بندیزونه وغندل.
بلینکن پر خپله ټویټر پاڼه په نجونو او ښځو باندې د طالبانو وروستي محدودیتونه د تاسف وړ بللي دي او لیکلي دي چې د جي ۷ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د همکارانو سره یو ځای دا شدید محدودیتونه غندي.
د ښځو په اړه د سرپرست حکومت دا نوی محدودیت په کور دننه او بهر په نړیوال کچه غندل شوی دی.